برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

طالبانو ته تسلیمیدل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د فراه ولایت پخوانی امنیه قوماندان او د اوسني مرستیال والي مسعود بختور پلار تورن جنرال عبدالجلیل بختور د حکومت لیکي پريښي او طالبانو ته ورغلی.
د فراه ولایت د ولایتي شورا غړی «دادالله قانع» خبر تائیدوي او وایي، جنرال عبدالجلیل بختور د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې په خپل پلرني کلي کې له خپلو یو شمېر کسانو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوی او یوه اندازه وسلې یې هم هغوی ته وروړې.
په ټولنیزو رسنیو باندې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې طالبانو د جنرال بختور دروند هرکلی کړی، او په غاړه کې یې د ګلونو امیلونه ورته اچولي.
که څه هم د فراه مرستیال والي د خپل پلار د تسلیمېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک او د طالبانو د مشر له لوري د عامې بښنې له اعلان وروسته د دولت له لیکو څخه تېښته په بې ساري ډول زیاته شوې.
هره میاشت سلګونه دولتي کارمندان طالبانو ته له وسلو او نورو مهماتو سره یو ځای تسلیمېږي، د هغوی له لوري يې هرکلی کېږي او د خوندیتوب ضمانت یې کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي