برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۷ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو امریکا ته خبر داری ورکړی

آریانانیوز: د طالبانو له لوري اعلامیه خپره شوې ده او پکې ویل شوي دي چې که امریکا د مذاکراتو پر اصلي بحث چې د دوی د ځواکونو وتل دي تمرکز ونکړي، له واشنګتن سره به تماسونه پرې کړي.


د طالبانو په دغې خپره شوې اعلامیه کې راغلي، امریکا د دوحې په ناسته کې ورسره منلې وه چې په راتلونکې ناسته کې به د بهرنیو عسکرو په وتلو بحثونه او د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو پروړاندې د نه استفادې پر مسئلو خبرې کیږي. خو اوس امریکا پر دغو یادو مسئلو خبرو کولو ته لیوالتیا نه ښيي.
دغه اعلامیه زیاتوي چې امریکایانو د راتلونکې ناستې په اجنډا کې یو شمېر نورې غوښتنې ور زیاتي کړې دي، نو پر همدې بنسټ طالبان په دغې خپره کړې اعلامیه کې امریکا ته کوټ څنډنه کوي چې که دغسي وضعیت دوام پیدا کړي او امریکا په رښتینې توګه د مذاکراتو ډګر ته ور ونه دانګي نو دوی به له امریکا سره دسولې روانې خبرې وځنډوي.
د طالبانو له لوري دغه اعلامیه په داسي حال کې خپریږي چې د امریکا په مشرۍ د سیمې او نړۍ هیوادونه هڅه کوي چې د افغانستان روانې جګړې ته یوه سیاسي حل لاره پیدا کړي.
په ورته وخت کې پرون سه شنبه د مرغومې په ۲۵ مه زلمي خلیلزاد د سیمې هیوادونو ته له تګ وروسته کابل ته را رسیدلي او له حکومتي چارواکو سره یې د خپلو کړیو سفرونو په تړاو جزئیات شریک کړي دي.

شریک یي کړئ!