برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۶ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو اذربایجان کې د مذاکراتو راپورونه بې اساسه بللي.

په اختر کې د طالبانو او حکومت تر منځ له اوربند وروسته د سولې اړوند حرکات او رسنیزې اوازې پراخې شوې دي.


ځينو رسنیو په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم ورکړل چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ په اذربایجان کې خبرې روانې دي، خو طالبانو دا راپورونه بې اساسه بللي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، دا ډول راپورونه کوم واقعیت نه لري: «موږ دا ډول ادعاوې ردوو، په یادو ځایونو کې د اسلامي امارت استازي له چا سره په خبرو نه دي بوخت او نه هم په دې اړه راپورونه واقعیت لري.»
خبرپاڼه کې تاکید شوی چې «تشې اوازې» باید طالبانو ته منسوبې نه کړای شي: «د اسلامي امارت اړوند جریانونه مخامخ زموږ له خوا د رسنیو سره شریک کیږي، باید د پيښو په اړه مسئولانه چلند وشي، تشې آوازې او بې حقیقته یا جعلي افواهات اسلامي امارت ته منسوب نه کړل شي.»
طالبانو پرلپسې ویلي چې د قضيې یو مهم اړخ بهرنیان دي او له هغوی سره مخامخ خبرو ته د خپل سیاسي دفتر له ادرسه تیار دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي