برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانودناټوسره د پټو خبرو جریان رد کړ

تېره ورځ د ناټو ملکي استازي کورتلیوس زیمرمن وویل چې له طالبانو سره يې د سولې اړوند غیر رسمي خبرې روانې دي.



طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي دوی د سولې اړوند کوم پټ جریان نه لري او نه هم غیر رسمي خبرې روانې دي.
هغه رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي د ناټو د ملکي استازي دا څرګندونې ردوي خو په وینا يې دا دې هم امکان ولري چې «کومو مجاهدنما او مادیات پرستو څیرو د کابل وارخطا او ناخبره اداره تیر ایستلې وي او ځانونه یې ورته مجاهدین معرفی کړي وي، دابیا بیله خبره ده چې دا ډول کسان په اسلامی امارت او مجاهدینو پوري هیڅ تړاو نه لري.»
زیمرمن په بروکسل کې له ځینو رسنیو سره په خبرو کې ويلي و، غیر رسمي خبرې روانې دي او به وينا يې «یوشمېر» طالبان په دې اړه فکر کوي.
طالبانو پرلپسې یادونه کړې چې له بهرنیانو سره مخامخ خبرو ته حاضر دي، خو د سپينې ماڼۍ یوې چارواکې څو ورځې وړاندې هم وویل چې دوی د افغان حکومت په مشرۍ په خبرو کې د ګډون نیت لري.
د طالبانو خبرپاڼه لیکي: «اسلامي امارت یو ځل بیا ښکاره کوي چې د افغانستان د قضې اساسي حل د اشغالګرو قوتونو له افغانستان څخه په وتلو او د ځمکني حقائقو په منلو کې دی. په کاذب ډول ادعاوې به د پروپاګند په برخه کې لنډ مهاله ګټې ولري، خو د قضيې حل لا سختوي او له اصلي قضایاوو څخه د اشغالګر دښمن د تيښتې په معنی تعبیريږي.»
دا په داسې حال کې دی چې د اختر په ورځو کې د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اوربند د دایمي سولې لپاره هیلې غښتلې کړې دي.
ولس د دې اوربند هرکلی کړی او له ښکېلو اړخونو يې د دوام هیله کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي