برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

طالبانوته دحکومتی کارکونکی تسلیمدا

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د حکومت اووه لس کارکوونکي طالبانو ته ورغلي او د هغوی له لوري یې دروند استقبال شوی
طالبانو په همدې تړاو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادو کسانو په عسکرو، اربکیانو او نورو برخو کې دندې درلودې او دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون په هڅو دوی ته ورغلي
خبرپاڼه کې د تسلیم شویو کسانو پېژندنه راغلې او وړاندې زیاته شوې «دوی په خپلو تېرو اعمالو د پښيمانتیا ترڅنګ له مجاهدینو سره د همکارۍ او مزدوري ادارې ته د فعالیت نه کولو کلکه ژمنه کړې ده
یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک او دولتي کارمندانو ته د طالبانو لخوا د عامې بښنې له اعلان نه وروسته ګڼ شمېر دولتي ځواکونه او کارمندان خپلې دندې پریږدي او طالبانو ته تسلیمیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي