برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ضمیر کابلوف: روسیه به په کابل کې خپل سفارت تخلیه نه کړي

آریانانیوز: ضمیر کابلوف ویلي، روسیه له افغانستانه د خپل سفارت د کارکوونکو د ایستلو اراده نه لري.


د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، روسیه له تروریستي برید وروسته په کابل کې د خپل سفارت د تخلیې اراده نه لري.

کابلوف په یوه ټلویزیوني مرکه کې د سفارت د تړلو او د روسیې د کارکوونکو د ایستلو د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «حتی داسې فکر هم زموږ په ذهن کې نه دی راغلی او نه راځی».

تېره اوونۍ په کابل کې د روسیې سفارت د قونسلګرۍ ودانۍ ته څېرمه چاودنه وشوه.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، د دغه ډيپلوماتيک ماموريت دوه کارکوونکي د دغه تروريستي بريد په نتيجه کې ووژل شول.

د دغه وزارت په وینا، د روسیې سفارت د افغانستان له امنیتي ادارو سره په نېږدې تماس کې دی، چې د چاودنې په اړه څېړنې کوي او د ډیپلوماټیک نمایندګۍ امنیت ټینګ شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هیله څرګنده کړه چې د دغه برید تنظیموونکي او عاملین به ژر تر ژره مجازات شي.

شریک یي کړئ!