برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

صلاح الدین رباني له خپلې دندې څخه استعفی ورکړه

آریانانیوز: دیورايور ته محی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني له خپلې دندې څخه استعفی ورکړه
نوموړي په خپله استعفا نامه کې ویلي، د حکومت له پیله تر اوسه د ولسمشرۍ ماڼۍ له کارونو سره موافق نه و چې له کبله یې په تنګ راغلی او اوس استعفی ورکوي
دا په داسې حال کې ده چې صلاح الدین رباني د حکومت له پیله تر اوسه د ډاکتر عبدالله په سهم کې د بهرنیو چارو وزارت سمبالوونکی و، درې کاله وړاندې ولسي جرګې له نوموړي څخه د اعتماد رایه اخیستې وه، خو نوموړی تر اوسه پر خپله دنده د سرپرست په توګه پاتې و
له ولسمشر غني سره د صلاح الدین رباني اوږد اختلاف د دې سبب شوی و چې له اوږدې مودې راهیسې ارګ خپله بهرنۍ پالېسي د بهرنیو چارو وزارت پر ځای پخپله ترتیب او وړاندې کړي
ارګ لا تر اوسه په رسمي ډول د رباني د استعفی په اړه څه نه دي ویلي، خو سرچینې وایي، رباني د هغه د خپلسریو له کبله له دندې ګوښه شوی دی.

شریک یي کړئ!