برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۵ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د جمعیت اووه لوړ پوړوغړوغړیتوب ځنډول

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د شمالې ټلوالې تر ټولو مضبوط سیاسي ګوند «جمعیت اسلامي» کې په لوړه کچه داخلي اختلافات رامنځته شوي او د ګوند مشرتابه پلاوي د جمعیت د مشر «صلاح الدین رباني» د لیري کولو پرېکړه کړې
تېره ورځ د جمعیت ګوند اجرائيه رییس «عطاء محمد نور» پر خپله فسبوک پاڼه اعلان کړی و، چې د ګوند مشرتابه پلاوي له مشورو وروسته پرېکړه کړې چې صلاح الدین رباني له مشرۍ لري کړي او پر ځای به یې سید عنایت الله شاداب د رهبري شورا د غونډو مشري کوي او د عمومي غونډې زمینه به برابروي
د عطاء نور په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې د رهبري شورا له ۶۲ فعالو غړو په حضوري او غیر حضوري توګه ( له اړیکو او د پرېکړو له شریکولو وروسته) له خپله لوري د پورته پرېکړې په تړاو هوکړه کړې
صلاح الدین رباني د یادې پرېکړې په غبرګون کې خپره کړې اعلامیه کې د ګوند یو شمېر لوړپوړي غړي د جمعیت له نامه څخه په ناوړه ګټه اخستلو تورن کړي او د عطامحمد نور، محمد یونس قانونی، کلیم الله نقیبی، عبدالحفیظ منصور، عبدالشکور واقف حکیمی، سید عنایت الله شاداب او عبدالستار مراد عضویت يې ځنډولی
صلاح الدین رباني یاد کسان تورن کړي، چې تل یې د ګوند په سر ناوړه معامله کړې او د جمعیت په صفوفو کې يې ناوړه حرکتونه کړي
د رباني له قوله، جمعیت د یوه سیاسي اپوزیسون په حیث کار پیل کړی او په راتلونکې کې به هم مشترک او علیاء اهداف تعقیبوي
په خپره کړې اعلامیه کې صلاح الدین رباني ویلي، چې جمعیت به یو خپلواک او غیرحکومتي مذاکراتي ټیم وټاکي تر څو له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د جمعیت په استازیتوب وغږېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي