برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

صالح: طالبان د افغان ښځو د خلاصون لپاره باج غواړي

آریانانیوز: د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال یو ځل بیا پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له نړیوالې ټولنې څخه د برمته شویو ښځو د خلاصون لپاره باج غواړي.


امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: دا غیرت او دین د طالبانو په بڼه کې دی. دوی افغان نجونې او ښځې یرغمل نیولې او له نړیوالې ټولنې څخه یې چې زیاتره یې غیرمسلمانان دي، د هغوی د خلاصون لپاره باج غواړي.

دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې واکمن رژیم ښځې تښتوي او په ټول بې شرمۍ سره د ناپوهۍ اعلان کوي.

نوموړی د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د مقاومت صفونه لا پياوړې کړي او ويې ويل: دغه ډله زموږ له تاريخي، فرهنګي او وطني ارزښتونو سره سمون نه خوري.

په دې وروستیو ورځو کې افغان رسنیو خبر ورکړی و، چې زهرا محمدي، چې یوه له لاریون کوونکو او د ښځو د اتحاد او پیوستون د ټیم غړې ده، د طالبانو د استخباراتو له خوا په کابل کې د خپل کار په ځای کې نیول شوې او نامعلوم ځای ته لېږدول شوې ده.البته دا څومه ښځه ده چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته نیول کیږي.

شریک یي کړئ!