برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ تیر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

صالح: د پاکستان اردو په رسمي ډول کابل ته د طالبانو په ملاتړ خبرداری ورکړی

آریانانیوز: د ولسمشر لومړي مرستیال وویل چې د پاکستان اردو په رسمي ډول افغانستان ته اخطار ورکړی چې د سپین بولدک بندر د نیولو هر ډول هڅې به د دغه هیواد د هوایي ځواک له غبرګون سره مخامخ شي.


صالح په خپله فېسبوک پانه کې په یوه یادونه کې لیکلي: د پاکستان هوایي ځواکونو او اردو په رسمي ډول افغانستان ته خبرداری ورکړی چې د سپین بولدک بندر د نیولو هر ډول هڅې به د پاکستان د هوایي ځواکونو له غبرګون سره ځواب شي. دا پدې مانا ده چې د پاکستان هوایی ځواک اوس د طالبانو ملاتړ کولو لپاره لاس په کار شوي دي.

صالح د خپلې ادعا په حواله ، وویل چې اوس دا ثابته شوې چې طالبان د پاکستان لپاره جګړه کوي.

هغه په خلکو غږ وکړ چې د افغانستان د وقار د ساتنې لپاره بسیج شئ.

پاکستان له کلونو راهیسې د طالبانو په ملاتړ تورن دی. پاکستاني چارواکي تاییدوي چې طالب جنګیالي په دغه هیواد کې دي.

په دې وروستیو کې طالبانو په کندهار کې خپل بریدونه شدت ورکړي دي ، د پاکستان سره سرحدي سیمې او د سپین بولدک بندر یې نیولی.

شریک یي کړئ!