برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۷ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

سیګار: د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۷۰ زره افغان پوځیان وژل شوي دي

آریانانیوز: د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی عمومي پلټونکی چې د سیګار په نوم یادیږی د احصایې په خپرولو سره وویل د افغانستان په دوو لسیزو جګړو کې له ۶۰ زرو څخه تر ۷۰ زرو پورې افغان پوځیان وژل شوي دي.


د امریکا ځانګړي مفتش په یوه ټویټ کې لیکلي چې د افغانستان په دوه لسیزو جګړه کې له ۶۰ زرو تر ۷۰ زرو پورې افغان پوځیان او پولیس وژل شوي دي.

د افغانستان پوځ او امنیتي بنسټونه وروسته له هغه سقوط شول چې طالبانو د هېواد واک تر لاسه کړ. د افغان پوځ شمېر درې سوه زره بلل کېده. په اوس وخت کې د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې سره سره پخوانی پوځي بېکاره او بی سرنوشته دی.

د افغانستان په دوه لسیزه جګړه کې په سلګونو امریکايي او ناټو پوځیان وژل شوي دي. هغه جګړه چې په پیل کې طالبان له واکه وشړل شول، خو بالاخره دغه ډله بېرته واک ته ورسېده.

په هرصورت، ډېری په دې باور دي چې امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې جګړه بایللې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي