برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سیاسي ګوندونو د مدني حرکتونو تر نوم لاندې لاریونون

آریانانیوز: په کابل کې د ټاکنیزې پروسې پر ضد سیاسي ګوندونو د مدني حرکتونو تر نوم لاندې لاریونونه پیل کړل. ‎


دغه ګوندونه چې د کابل په نږدې پنځو برخو کې يې لاریونونه وکړل، ډېری پکې د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي پلویان ‏ترسترګو کېدل. ‎
لاریونوالو چې پر ګڼو نورو سړکونو سربېره هوايي ډګرته څېرمه څلوېښت متره سړک هم تړلی و، د ټاکنو کمیسیون پر ضد ‏شعارونه ورکول. ‎
تېره جمعه سیاسي ګوندونو په یوه ګډه اعلامیه کې د تېرې شنبې ورځ د خپلو حرکتونو د پیل ورځ ټاکلې وه، خو له محمد اشرف ‏غني سره له لیدنې وروسته يې تصمیم وځنډېده. ‎
ارګ ویلي و، چې محمد اشرف غني د سیاسي ګوندونو استازي پر دې قانع کړي چې د دوی په ګډون به د دوی د طرحو او ‏وړاندیزونو د څېړلو لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه شي، بیا به يې وروسته د تطبیق اړوند تصمیم نیول کېږي.‎
تازه د سیاسي ګوندونو په اعلامیه کې راغلي، چې د ټاکنو لپاره منظم څارونکي نشته، شفافې نه دي، بایومټریک نه کار نه دی ‏اخیستل شوی او د دوی ګڼ وړاندیزونه او طرحې نادیده نیول شوې دي. ‎
د اعلامیې له مخې دوی د تېر لمریز کال په وروستیو کې په ټاکنیزه پروسه کې شریکو کورنیو او بهرنیو اړخونو ته وړاندیزونه ‏ورکړي، خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.
سیاسي ګوندونه په داسې حال کې دا اقدام کوي، چې دوه ورځې وړاندې محمد اشرف غني د خپل همیشني عادت له مخې په تېز غږ ‏د ټولو ګوندونو د منحلېدو ګواښ هم وکړ. ‎
هغه وړاندې تر دې هم سیاسي ګوندونه په تمسخرامیزه ډول مخاطب کړي و: «د څه شي ګوندونه؟ د چا استازي؟ چا دا حق ‏ورکړی چې استازیتوب وکړي؟»
په ورته وخت کې د ټاکنو کمیسیون ویلي، د تلې اته ویشتمه د ټاکنو لپاره نه بدلېدونکې نېټه ده

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي