برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۲ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

سرګي لاوروف: روسیه طالبان په رسمیت نه پیژني

سرګي لاوروف وویل، مسکو طالبان د بشري حقونو او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په برخه کې د دغې ډلې د ژمنو د سرغړونې له امله په رسمیت نه پیژني.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په افغانستان کې باید یو ټول شموله سیاسي او مذهبي حکومت رامنځته شي.

لاوروف د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې مسکو د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په برخه کې د دغې ډلې د ژمنو د سرغړونې له امله طالبان په رسمیت نه پېژني.

هغه ټینګار وکړ چې طالبان له «ټولو طالبانو» څخه جوړ دي او نور قومي او مذهبي ډلې لکه هزاره، تاجک او ازبکان په کې شامل نه دي.

لاوروف ویلي، چې د طالبانو په حکومت کې یوازې د توکمیز شمولیت مسله نه ده، بلکې سیاسي او مذهبي شاملول هم باید عملي شي.

نوموړي د طالبانو ضد جبهې په اړه هم وویل چې دوی باید خپل سوله ییز دریځ پیاوړی کړي.

د هغه په وينا، حامد کرزى او عبدالله عبدالله په کابل کې حضور لري او غواړي، چې هېواد ته د اصلي لارې په راستنېدو کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې د ایران او ترکیې ولسمشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د ټولو خلکو په استازیتوب د یوه ټول شموله، مسوول او ځواب ویونکي حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي