برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۰ سنبله , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سرور دانش د ملي خیانت مرتکب شوی

آریانانیوز: د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وايي د ارګ دویم مرستیال سرور دانش پر ملي خیانت مرتکب شوی.


هغه چې د ولسي جرګې د ناستې مشري کوله، پخپلو څرګندونو کې وویل، حکومت د ټاکنو د شفافیت ژمنه کړې وه، خو په وینا يې د ټاکنو کمیسیون اړوند پرېکړې د دانش په کور کې کېږي.
همایون وویل، سرور دانش باید په دې پوی شي، چې د ملي خیانت مرتکب شوی دی.
د سروردانش د دفتر مشر انور رحمتي د همایون څرګندونې بې اساس بللې او په وینا يې دانش په لویو او عمده مسائلو کې بوخت دی.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د خبرو ډېر تمرکز د سروردانش پر پرونیو څرګندونو و، چې پر امنیتي تړون يې د بیا کتنې غږ د شخصي ګټو لپاره بللی و.
د ولسي جرګې غړو د حکومت پر مشرانو غږ وکړ، که د هېواد وضعیت ورته نورمال ښکاري او پر امنیتي تړون ټینګار کوي، نو بیا دې لطف وکړي او له بهرنیو هېوادونو دې خپل اولادونه را وغواړي.
تازه د ټاکنو کمیسیون ويلي، هڅه کوي د ټاکنو پر ورځ رایه ورکوونکي بایومیټریک کړې.
ګلاجان عبدالبدیع صیاد، د ټاکنو کمیسیون مشر په خبرې غونډه کې وویل، له څو کمپنیو سره يې په دې تړاو خبرې کړې، خو نهايي شوې نه دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه