برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ستره محکمه د ګډ حکومت د مشر په اشارو ناڅي

آریانانیوز: طالبانو د ګډ حکومت د سترې محکمې هغې پریکړې ته په غبرګون کې چې د اشرف غني د کاري واک موده یې وغځوله ویلي چې؛ ستره محکمه د ګډ حکومت د مشر په اشارو ناڅي او که رښتیا خپلواکه وای د افغانانو د وژنې پوښتنه به یې کړې وای.



د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې تبصره کې راغلي چې؛ د کابل د نااهله رژیم ستره محکمه که په رښتیا هم د خپل شان او شوکت څخه برخمنه ، منصفه او خود مختاره وای ، نو د تېرو نږدې دوه لسیزو راهیسې چې هره ورځ په سوونو مظلوم او بې دفاع افغانان د امریکا، ناټو او داخلي وحشیانو په بمونو او چاپو کې شهیدانیږي ، کورونه یې ویجاړیږي او ځوانان يې د وحشي زندانونو د تورو تمبو شاته شکنجه کیږي ؛ لږ تر لږه پر هغو خو به يې یو عکس العمل او غبرګون ښودلی وو !!».
تبصره وړاندې زیاتوي «برعکس د هر هغه بااحساسه افغان په موبایل کې چې د حریت او ازادۍ کومه ترانه او زمزمه ولیدلای شي او یا کوم افغان د خپل افغاني غرور له مخې کوم مجاهد او د اسلام سپاهي ته وچه ډوډۍ ورکړي ، د همدغو مختورو قاضیانو له لوري غیرحق درې محکمې پرې چلول کیږي او ترلسو/شلو کلونو پورې قید او درنه سزا ورته ټاکل کیږي».
د تبصرې په بنسټ؛ د ګډ حکومت چارواکي د ولس په مصلحت نه دي راغلي او افغاني ارزښتونو، دین او وطن ته ژمن نه دي نو په لوړو چوکیو هم هغه څوک د قاضیانو په توګه هغه څوک ګماري چې «له دین ، هیواد او افغاني غرور څخه خلاص او مینځل شوي وي».
یاده دې وي چي؛ طالبان وروسته له هغه دا غبرګون ښيي چې تېره ورځ د ګډ حکومت سترې محکمې د حکومت مشر «محمد اشرف غنيِ» د واک موده د راتلونکې ولسمشر تر ټاکل کېدو وغځوله.

شریک یي کړئ!