برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنج‌شنبه, 27 جولای , 2023 لنډ لینک :

ستانکزی: د نجونو د زده کړو ستونزه به حل کړو

مدارس دخترانه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل: د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه ځینې اختلافات موجود دي.


د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وويل: د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانستلو په اړه ځينې اختلافات موجود دي، خو بالاخره به دغه ستونزه هواره شي.

شېرمحمد عباس ستانکزي د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د عاشورا په مراسمو کې وویل: ښوونځي به د ټولو افغانانو لپاره له تبعیض پرته پرانستل کېږي، چې د دوی شرعي او مسلم حق دی.

هغه زياته کړه: په ټولنه کې يو شمېر خلک د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانستلو مخالف دي. د ظاهرشاه په وخت کې يې څلوېښت کاله هڅې وکړې، خو په ځينو ولايتونو کې د مخالفت له امله ونه توانېدل چې ښوونځي او پوهنتونونه جوړ کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل: د علم او پوهې اهمیت باید په منطق او دلایل سره ټولو مخالفینو ته بیان شي او هیله لرم چې د نجونو د ښوونځیو ستونزه به ژر حل شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د زده کړې په ملاتړ خبرې کوي.

ستانکزي په کابل کې د ۲۰۲۲ کال د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په غونډه کې ویلی و، یو هېواد هغه مهال پرمختګ کولای شي، چې په هغه هېواد کې پوهنې وده وکړي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه