برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

ستانکزی: امریکا د طالبانو د رسمیت پېژندنې د چارې مخه نیسي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي، چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې یوازینی خنډ امریکا ده.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې یوازینی خنډ امریکا ده.

ستانکزي زياته کړه: د هغو غونډو په ترڅ کې چې موږ له هېوادونو په ځانګړې توګه د ناټو له هېوادونو او اروپايي هېوادونو سره لرو، هغوى موږ ته وايي چې که موږ له امريکا سره خپل اختلافات هوار کړو، دوى چمتو دي چې افغانستان ته راشي.

هغه زیاته کړه چې موږ له ۲۰۰۷ کال راهیسې له امریکایانو سره خبرې اترې پیل کړې وې او له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وروستی وتل وو، ما د امریکا او طالبانو ترمنځ د ټولو خبرو مشري په غاړه درلوده.

شېرمحمد عباس ستانکزي همداراز زیاته کړه، چې د امریکا او ګاونډیو هېوادونو له خوا د هېواد هوايي حریم تر پښو لاندې کېږي او د هېواد هوايي ځواکونه کافي امکانات نه لري.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو تل د امريکا او اروپايي هېوادونو غوښتنې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې او ويلي يې دي، چې د دغو هېوادونو غوښتنې په افغانستان کې د نفوذ او واک ترلاسه کولو په موخه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ دوه کاله تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي