برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۶ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ستانکزی – آمریکابه په زوره له افغانستان څخه وباسو

آریانانیوز: دطالبانودخبرواتروپلاوی مشرعباس استانکزی وویل.آمریکاپه دانږدوکی دموافقی په اساس اویاپه زوره افغانستان پریږدی .



په قطرکی دطالبانودخبراترودپلاوی مشرعباس استانکزی وئیلی دی.چی آمریکا په افغانستان کی دماتی سره مخامخ ده.
دقطرپه دوحی کی دطالبانودخبراترودټیم مشردغه څرکنډونی په داسی حال ترسره کیږی
چی دقطرپه دوحی کی دطالبانواوآمریکا دخبرواتروشپږم پړاوبیله کومه پایلی ختم شوی دی.
عباس استانکزی دقطرپه دوحی په یوه نوی څرکنډونی سره دیولوی ناستی په ترځ کی د
پخوانی شوروی ماتی اوهمدارازدبریتانیالپاره دافغانستان دخلکوشجاعت اوشوروی د نیواک په وړاندی دافغانانوجهاد.اواوس مهاله دبهیرینوځواکونودشتون پرضدمقاومت یی هم وستایل.
هغه وویل، خدای زمونږسره مرسته وکړه.چی تیره پیړۍ دری زبرځواکوته موماتی ورکړو.ددریم زبرځواک سره چی اوس ورسره مخامخ یوو.هم انشاء الله دماتی په حال کی دی.په دانږدووختوکی به واوری.چی هغوی په خپله خوښه اویاپه زوره افغانستان به پریږدی.
دطالبانودخبراترودپلوی رئیس وویل،دخدای څخه غواړو.چی آمریکا داسی ډول ووځی. چی په افغانستان کی یواسلامی نظام رامنځته شی.اونوردافغانانوپه منځ خونړی موضوګانی نه وی.
استانکزی دهیوادپراولسمشراشرف غنی نیوکه وکړه اوهغه یی دکابل دپخوانی کمونیستی رژیم مشرانوپه څیروبلل.چی دمسکوڅخه دافغانستان دنیواک په مهال دشوروی لخوا ملاتړکیده.
هغه داچی غنی دافغانستان داشغال په مهال کی دهیوادبهرته ژوند کاوه.په اشاری سره وویل،غنی په جهادکی برخه نه اخیستی.خودهغه داعتبارڅخه استفاده کوی.اووایی زه افغان یم.اومونږروس ته ماتی ورکړی ده.
عباس استانکزی خلکوته په خطاب کی وویل دی .چی تاسی به ووینی.چی انشاءالله آمریکایانوسبا به ماتی وخوری.کرزی اواشرف غنی چی دامریکایانولاس پوڅی اود
واشنګټن په وسیله قدرت ته ورسیدل.ادعا کوی. چی مونږافغان یواوآمریکایانوته ماتی ورکړی ده.

شریک یي کړئ!