برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

زمونږ د مذاکراتو موقف هیڅ پټ اړخ نه لري

طالبانو د مذاکراتو په اړه د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان (جان نیکولسن) وروستۍ ادعاوې رد کړي او هغه یې له حقیقته لرې بللي.


وړمه ورځ یاد امریکايي جنرال ویلي و چې د طالبانو د منځنۍ او لوړې کچې مشرانو د کابل حکومت سره پټ مذاکرات روان کړي دي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یې ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د مذکراتو په اړه د دوی دریځ «په کراتو اعلان شوی او هیڅ پټ او پوښتلی اړخ نه لري».
د ښاغلي مجاهد په باور، امریکايي جنرال غواړي په امریکا کې عامه ذهنیت له خپلو ناکامیو او د ټرمپ د ستراتیژۍ له رسوایۍ څخه په بله واړوي او په ورته ادعاوو یې بوخت وساتي.
که څه هم طالب ویاند په خپلې اعلامیه کې مذاکرات د یو اصل په توګه نه دي رد کړي، خو له هغو لوریو سره یې له مذاکراتو انکار کړی، چې په باور یې واک او صلاحیت نه لري.
«د اشغالګرو ځواکونو په موجودیت کې اسلامي امارت نه غواړي له بې صلاحیته جهتونو سره د خبرو په نامه وخت ضایع کړي».
طالبانو تل په خپلو رسمي څرګندونو کې ټینګار کړی چې امریکایان د روانې جګړې اصلي اړخ تشکیلوي او که د مذاکراتو له لارې سولییز حل ته میلان وښيي، دوی ورسره مذاکراتو ته چمتو دي. د طالبانو په باور د افغانستان د قضیې د واقعي حل لپاره اړینه ده چې لومړی د جګړې له اصلي جهت سره موضوع تصفیه شي او بیا فرعي اړخ خبرو ته راوړاندې شي.
خو تر اوسه د افغانستان په اړه د امریکا په ستراتیژیو کې د کومې سولییزې حل لارې څرک نه لیدل کیږي. دغه راز د کابل حکومت هم تل د خپل مشروعیت د اثبات لپاره د طالبانو یاده مذاکراتي طرح رد کړې او په هیواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره دې ته حاضر نه دی چې له امریکا څخه وغواړي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو میز ته کښیني.

شریک یي کړئ!