برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ریچارډ بینیټ: موږ به د طالبانو لخوا د افرادو د نیولو او وژلو په اړه تحقیقات وکړو

آریانانیوز: د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ وايي، د طالبانو له خوا د پخوانیو حکومتي کارکوونکو او سرتېرو د شکنجې، توقیف او وژلو په اړه څېړنه کوي او د پایلو راپور به ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي.


ښاغلی بینیټ چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د بشري حقونو د شورا له خوا په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې ځانګړی راپور ورکوونکی ټاکل شوی دی، ویلي چې ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي.

هغې په دې وروستیو کې په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې د روان کال په مې میاشت کې به د ښځو د حقونو، د بیان ازادۍ، اقلیتونو او د طالبانو د تاوتریخوالي په اړه د څېړنې په برخه کې کار پیل کړي.

د ملګرو ملتونو دغه رپورټر ټینګار کړی چې طالبان باید په نړیوالو تړونونو پابند وي.

په افغانستان کې د بشری حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایی چې د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه اندېښمن دی او په دې اړه به له طالبانو سره خبرې وکړی.

هغه وویل، تعلیم د هر چا حق دی، او دا نه یوازې د فرد لپاره بلکې د نړیوالې ټولنې د ټولو غړو لپاره مهم دی.

 

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي