برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۹ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

روسیی د طالبانو سره تماس لري

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس د روسیې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سرګي لاوروف ویلي، په افغانستان کې د سولې لپاره داسې یوه موافقه مهمه ده چې وروسته، د ټولو افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره زمينه برابره کړي
ښاغلي لاوروف وویل چې دوی له طالبانو سره تماس لري او هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره مرسته وکړي
سرګې لاوروف دا بیان پرون، د جنورۍ په ۱۷مه ، په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې ورکړی دی
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړه، طالبان هڅوي چې موافقه وکړي او خپل اوسنی موقف په افغانستان کې له نورو سیاسي قوتونو سره مخامخ خبرو او ډیالوګ ته بدل کړي.

شریک یي کړئ!