برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :

روسیه: د افغانستان ګاونډیان باید له طالبانو سره تعامل وکړي

د کرملین ماڼۍ ویاند ویلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید له دغه هېواد سره خپلې اړیکې ښې کړي.


تاس خبري آژانس راپور ورکړی چې د کرملین د ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه باید د دغه هیواد له اوسنیو چارواکو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي.

دیمیتري پیسکوف په دغه هیواد کې د ممنوعه ډلو له لست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو په اړه د قرغزستان د اقدام په اړه وویل چې افغانستان ته د قرغزستان د نژدیوالي له امله دا هیواد اړ دی چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم تاس ته ویلي وو چې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو بهیر روان دی.

 

شریک یي کړئ!