برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

روزګان کې خلکو د طالبانو په ملاتړ د اربکیانو پر ضد وسله اخیستې

آریانانیوز: روزګان یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې اوسېدونکو يې پرلپسې له ځايي اربکیانو شکایتونه کړي دي.


په دې ولایت کې د اربکیانو یو مشر حکیم شجاعي و، چې تېره ورځ طالبانو مخامخ ټپي کړی او وروسته ومړ.
د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمیسیون مشر حنیف حنفي وايي روزګان کې ځايي خلکو د طالبانو په ملاتړ د اربکیانو پر ضد وسله اخیستې.
هغه د پرونۍ جګړې، چې د شجاعي او د هغه د مرستیال په ګډون پکې ۲۳ اربکیان ووژل شول، وویل خلکو د طالبانو ملاتړ ته مټې را بډوهلې او د اربکیانو بېخ‌ ایستنې ته يې نیت دی.
حنفي چې ځايي اربکیان «نامسؤله وسله‌وال» بولي وايي، د خاص روزګان ولسوالۍ په کندلانو کې وروسته له هغه خلک مسلح د طالبانو تر څنګ ودرېدل، چې د حکیم شجاعي کسانو هغه مېرمن چې د دوی ساحې ته ور تښتېدلې وه او بېرته کورته راوستل شوې وه، په زور یو ځل بیا له ځان سره وړله.
په دې جګړه کې طالبانو شپږ اربکیان ژوندي نیولي، خو په دې ټوله تونده جګړه په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو امنیتي چارواکي ناخبري ښيي.
حکیم شجاعي یوازې د حکومتي سرچینو په قول ۱۲۰ ولسي وګړي وژلي، چې د حکومت يې هم نیولو ته تر وس تېره وه.
دا په جنوب ختیځ کې له عزیز الله کاروان او جنوب کې تر جنرال رازق وروسته یو بل مشهور جګړه مار او پر بشري جنایاتو تورن کس دی چې طالبان ترې ولس بېغمه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي