برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ اسفند , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

روزا اوتنبایوا: په افغانستان کې د داعش فعالیتونه د اندېښنې وړ دي

آریانانیوز: اوتنبایوا وویل چې هغه د داعش د وروستیو فعالیتونو او د روسیې او پاکستان پر سفارتونو د بریدونو په اړه اندېښمنه ده او همدارنګه په هغه هوټل کې چې ګڼ شمېر چینايي اتباع مېشت وو.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وايي، طالبان له ترهګرو ډلو سره د مقابلې توان نه لري.

اوتونبایوا د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار وکړ چې طالبان په عمده توګه د دغه هېواد کنټرول په لاس کې لري خو دوی نه شي کولای په افغانستان کې دننه له ترهګرو ډلو سره د قناعت وړ مقابله وکړي.

نوموړې وویل چې هغې د داعش د وروستیو فعالیتونو او د روسیې او پاکستان پر سفارتونو او همدارنګه هغه هوټل چې په کې زیات شمېر چینایان مېشت وو، د بریدونو په اړه اندېښمنه ده.
اوتونبایوا زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې ملکي تلفات د پام وړ دي.

د هغه په وينا، اوسمهال رسنۍ او مدني ټولنې له جدي مالي محدوديتونو سره مخ دي.

اوتنبایوا زیاته کړه چې ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو د ورتګ د بندیز پریکړه د افغانانو او د ټولې اسلامي نړۍ له خوا له نیوکو سره مخ شوې ده.

اوتنبایوا ټینګار وکړ، که څه هم دغې پرېکړې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې کمزورې کړې، خو دوی لا هم پر خپلې پرېکړې ولاړ دي او نن ورځ هغه زیانونه رسوي چې په اوږده راتلونکي کې به یې احساس شي.

شریک یي کړئ!