برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

روانه جګړه نظامي حل نه لري

آریانانیوز: په افغانستان کې د امریکا سفیر وايي یوازې امریکا نه؛ بلکې ټول پر دې باوري شوي، چې د دوی پیل کړې جګړه په جګړه نه شي ختمېدلی.



که څه هم د امریکا د نوې ستراتېژي ډېر تمرکز پر هوايي بریدونو دی، خو جان باس په تازه مرکه کې ویلي، امریکا پر نظامي تګلارې ټینګار نه لري او باوري ده، چې دا جګړه باید سیاسي حل شي.
د امریکا سفیر پخپلو خبرو کې د سیمې پر هېوادونو هم غږ وکړ، چې د افغان سولې لپاره مرسته وکړي.
جان باس وویل د امریکا حکومت کې هيڅوک هم؛ دا باور نه لري چې روانه جګړه به پر جګړه ختمه کړای شي.
د امریکا سفیر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو اترو لړۍ هم روانه ده.
امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان یرغل وکړ، چې تر اوسه يې د جګړې د پر مخ وړلو لپاره نهه بېلابېلا قومندانان ټاکلي دي.
څو ورځې وړاندې سکاټ مېلر، چې په ځانګړو ځواکونو کې يې په افغانستان کې پر شپنیو چاپو او جګړو کې برخه اخیستې وه، د بهرنیانو عمومي قومندان وټاکل شو.
هغه ومنله، چې امریکا اوولس کاله وروسته هم د بریا غږ نه شي کولی، د ده په وینا دی به تر هغو د وضعیت سمېدو غږ ونه کړي، تر څو رښتیا هم وضعیت بدلون نه وي کړی.
د شنونکو په باور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په افغانستان کې د زلمي خلیلزاد د استازي په توګه د ټاکلو یو علت دا دی، چې هغه به دلته د سولې ماموریت پر مخ وړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي