برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

رسنۍ او خبرنګارانو ته خبرداري

آریانانیوز: طالبان د یو اعلامیه په خپرولو سره رسنۍ ته خبرداري ورکړی چی که ددی ډلې په وړاندی تجاراتی اعلاناتو خپرول ونه دروی، رسنۍ او خبرنګاران به ددی ډلې بریدونو هدف وګرځی.



د آوا په ګزارش سره، دا ډله په اعلامیه کې لیکلی دی چی کابل او ځینی ولایتونو کې ځینی رسنۍ تجاراتی اعلانات خپروی چی په هغه کې ددی ډلې جنګیدونکو او جهاد ته بد او رد ویل کیږی.
په اعلامیه کې راغلی دی چی رسنۍ ددی اعلاناتو په خپرولو سره استخباراتی وسیله ګرځيدلی او هڅه کیږی چی هیواد کې جاری جهاد څخه مخنیوی وکړی او مستقیمآ دشمن ته جاسوسی فعالیت ترسره کوی.
طالبانو نظامی کمیسیون خبرداری ورکړی چی که د یو اونۍ په ترڅ کې سیمه ایز رادیو ګانی، اف ام او غیری اف ام، تلویزیونونه او نور رسنۍ دداسی عمل څخه ډډه ونه کړی، طالبان دا رسنۍ د رسنیو نه بلکه دشمن استخباراتی لانو په شان پيژندی او ددی ډلې جنګیدونکو له لوری په مرکز او ولایاتو کې، نظامی بریدونو لاندی قرار ونیسی، هغه وخت به مرکزونه، خبرنګاران، کارکوونکې او رسنیو په اصطلاع پرسونل به هیڅ ډول مصئونیت ونه لری.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي