برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

رامیز الکبروف: په افغانستان کې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي

آریانانیوز: الکبروف ویلي، چې د شته بحرانونو په وړاندې د افغانانو د صبر کاسه ډکه شوې ده.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو (یوناما) د سیاسي استازي مرستیال او همغږي کوونکي رامیز الکبروف له خبریالانو سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین په وړاندې د افغانانو د صبر کاسه ډکه شوې ده.

رامیز الکبروف وویل، افغانستان یو بې وزله هېواد دی او په دغه هېواد کې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

په افغانستان کې د یوناما استازي وویل: د افغانستان خلک له څو کلونو راهیسې د جګړو او نښتو شاهدان دي. خلک سپما نه لري، د بانکونو وضعیت ښه نه دی او په تېرو څلورو کلونو کې پرله پسې دوه کاله په دې هېواد کې وچکالي روانه ده، چې خلک مجبور دي د خپل بدن غړي او ماشومان وپلوري.

په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي وايي، چې دا مهال شاوخوا شل میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. خو په دغه هېواد کې له بې وزلۍ سره مخ کسانو ځ ۲۵ میلیونه دی.

د دې ترڅنګ د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي. په همدې حال کې ملګرو ملتونو د افغانستان له خلکو سره د بېړنیو مرستو لپاره د ۱۷۲ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي