برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

راتلونکې بین الافغاني ناسته

آریانانیوز: د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت راتلونکې بین الافغاني ناستې ته چې تمه ده په لنډ وخت کې د سیمې له هیوادونو څخه په یوه کې دایره شي، له لاسته راوړنو د ډکې غونډې په حیث ګوري.



د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «صبغت الله احمدي» طلوع نیوز ته ویلي «تېره بین الافغاني ناسته د افغانانو تر منځ د باور جوړونې مرحله وه، خو د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي ټینګار کړی چې د باور جوړونې مرحله بریالۍ وه او تمه ده راتلونکې ناسته هر اړخیزه او له لاسته راوړنو ډکه وي».
د صبغت په وینا، د المان ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له وزیر سره په همدې تړاو ناسته هم کړې.
په ورته وخت کې د سولې عالي شورا وایي «ټول هغه هیوادونه چې د افغان سولې په پروسه کې د افغانستان له حکومت سره په ګډه هڅې کوي، دوی ترې هرکلی کوي او ستايي يي».
ګډ حکومت داسې مهال له طالبانو سره د افغانانو ناستې ته خوشبینه ښکاري، چې چارواکو یې په غیر رسمي ډول د نورو افغانانو په منځ کې له طالبانو سره په دوحه کې خبرې درلودې.
یاده ناسته چې، د رواني میلادي میاشتې په ۷ او ۸ نېټه ترسره شوه په پای کې یې ګډه اعلامیه هم خپره شوه چې د تشدد په کمولو، د لږکیو په حقوقو، د بندیانو په ازادولو او ګڼ شمېر نورو موضوعاتو پکې ټینګار شوی وو.

شریک یي کړئ!