برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

راتلونکې اوونۍ له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل

د سولې شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک وايي راتلونکې اوونۍ له طالبانو سره مخامخ افغان حکومت خبرې پیلوي.


هغه نن د ولسي جرګې غړو ته په خبرو کې وویل، چې په راتلونکې میاشت کې به د سولې شورا له لوري د لویو بدلونونو شاهدان واوسئ.
خپلواک وویل طالبانو لا هم د خبرو لپاره خپل استازي نه دي را معرفي کړي، هغه د خبرو د ځای په اړه هم څه ونه ویل.
د سولې د دارالانشاء مشر وړاندې وویل، چې راتلونکې اوونۍ کې به په مکه معظمه کې هم د افغان جګړې په اړه د علماوو غونډه وشي، چې د ده په خبره دا جګړه به «نامشروع» وبولي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو وړمه ورځ د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستيالې وویل، چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته حاضر دي.
هغې وویل په خبرو کې به يې د ځواکونو د وتلو مهالوېش اړوند بحث هم ځای ولري.
وړاندې تر دې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ویلي و، چې د طالبانو له ځينو مشرانو سره يې لیدلي او له حکومت سره خبرو ته تیار دي.
طالبانو هغه مهال دا څرګندونې رد کړې او د اعلاميې په یوه برخه کې يې د روان وضعیت په اړه افغان حکومت بې واکه جهت یاد کړی: «اسلامي امارت له چاسره مرموزې او پټې لیدنې کتنې نه لري اونه غواړي له بې واکه جهتونو سره د افغانستان د آزادۍ غوندې مهم مسائل مطرح کړي.»

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي