برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د یو شمېر طالب بندیانو خلاصون

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د طالبانو یو درې کسیز پلاوی له تېرو دوو ورځو راهیسې کابل کې افغان حکومت سره د بندیانو پر خلاصون تخنیکي بحثونه پیل کړي، او ویل کېږي چې دواړه لوري به یو شمېر بندیانو خوشې کړي
پنجشنبه د وري میاشتې په څوارلسمه نېټه پژواک خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله وویل چې د نن ورځې تر پایه به یو شمېر بندیان خوشې کړل شي
افغان حکومت د پژواک یاد خبر رد کړ، او زیاته کړه، چې د دوي او طالب پلاوی ترمنځ به لاهم تخنیکي بحثونه دوام ومومي
د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوید فیصل د نن ورځې په اوږدو کې د یو شمېر بندیانو د خلاصون خبر رد کړی، او ویلي چې نن به هم د تېرو ورځو په څېر د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ تخنیکي بحثونه دوام پیدا کړي
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو خلاصون لاهم پېچلې موضوع ښکاري، ځکه داوړه خواوې هڅه کوي د خپل اجندا له مخې پر مخ ولاړ شي
ټاکل شوې وه دوه ورځې وړاندې د ولسمشر غني د فرمان پر اساس ۱۵۰۰ طالب بندیان په مشروط ډول خوشې کړل شي، خو دا کار ځکه ترسره نشو چې طالبان د خپلو هغو بندیانو پر خلاصون تینګار لري، چې دوی یې نوملړ امریکا ته سپارلی دی
افغان حکومت ته بیا دا خبره د منلو نده، او وايي، چې یو شمېر طالب بندیان به په خپله خوښه او هغه هم په مشروط ډول آزاد کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي