برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د یوناما مرستیال: افغانستان د بحران نوي پړاو ته داخلیږي

آریانانیوز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما ویلي چې دا هېواد د بحران یوه نوي پړاو ته داخلېږي.


یوناما په یوه ټویټ کې ویلي چې د ښځو پر زده کړو بندیز او په سیمه ییزو او نړیوالو ادارو کې د ښځو له کار کولو منع کول به ټول افغانان زیانمن کړي.

د یوناما د معلوماتو پر بنسټ، د دغه سازمان مرستیال مارکوس پوتزل دغه موضوع د طالبانو د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر ندا محمد ندیم سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.

په دې غونډه کې پوتزل په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو د بندیز د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې يوناما په دې وروستيو کې د ښځو پر کار او زده کړو د بنديز د لرې کولو هڅې پيل کړې دي.

شریک یي کړئ!