برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ګډو ځواکونو په برید کی یو ښوونکی ټپي کړی او درې زامن یې و وژل شول

آریانانیوز: د ولسي وګړو په کورونو د شپينو عملياتو په دوام دا ځل بيا په ننګرهار ولايت کې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې په نتيجه کې يې يو ښوونکی ټپي کړی او د هغه درې زامن يې وژلي.


راپورونه وايي چې د ننګرهار ولايت شيرزادو ولسوالۍ نکړ خيلو سيمې په منارو کلي کې ګډو ځواکونو د معلم خان الله په نامه د يو ښوونکي په کور چاپه اچولې ده چې په نتيجه کې يې د نوموړي درې زامن وژلي او هغه يې ټپي کړی دی.
افغان اسلامي اژانس د سيمې د اوسېدونکو له قوله ليکلي دي چې په چاپه کې د معلم خان الله درې زامن وژل شوي او خپله ټپي دی او د هغه يو زوی ګډو ځواکونو ژوندی له ځان سره وړی دی.
اژانس د سيمې د خلکو د معلوماتو په بنسټ ويلي دي چې معلم خان الله په یو دولتي ښوونځي کې معلم و او بچيان يې په کښت او کرونده بوخت وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې په وژل شويو کې د حفيظ الله په نامه يو تن چې په هلال يې شهرت درلود پخوا د مولوي محمد يونس خالص د زوی انوار الحق مجاهد سره د تورې بوړې د محاذ قومندان و چې اوس هغه عادي ژوند درلود او دوکانداري يې کوله.
بل لور ته د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنیو ته ویلي دي چې د تيرې شپې عمليات د طالبانو په نظامي مرکزونو ترسره شوي دي چې په نتيجه کې يې پنځه طالبان وژل شوي او درې نور ژوندي نيول شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو په کورونو چاپې او هوايي بريدونه زيات شوي دی چې له امله يې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي