برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د ګوانتانامو له زندانه وروستی طالب بندي هم خوشې شو

آریانانیوز: حاجي بشیر نورزی چې د طالبانو له بنسټګر سره نږدې کس او د ګوانتانامو زندان وروستی افغان بندي و، له خوشې کېدو وروسته کابل ته راغی.


حاجي بشیر نورزی چې د طالبانو د بنسټګر او پخواني مشر ملا محمد عمر له نږدې کسانو او د دې ډلې یو تمویل کوونکی و، له ګوانتانامو زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته کابل ته راستون شو.

نورزی چې په ګوانتانامو زندان کې وروستی افغان بندي و، په ۲۰۰۵ کال کې د امریکايي پولیسو له خوا په نیویارک کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ونیول شو او په عمري بند محکوم شو.

طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، چې نورزي د طالبانو له خوا د يوه امريکايي تبعه د خوشې کېدو په بدل کې له بنده خوشې شوى، خو د دغه امريکايي وګړي د هويت په اړه يې څه نه دي ويلي.

طالبانو په رسمي ډول دا موضوع نه ده تایید کړې، خو د امریکا حکومت په وار وار د طالبانو له لوري د امریکايي پخواني پوځي مارک فریریکس د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

بايد يادونه وشي چې حاجي بشير نورزی د افغانستان په سوېل کې يو له سترو پيسو حوالې څخه و چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې د اسعارو د تبادلې او حوالې لپاره يوه لويه شبکه جوړه کړې وه.

نوروزي هم یو له پخوانیو جهادي قومندانانو څخه و چې د طالبانو له مشر او بنسټګر ملا محمد عمر سره د اړیکو له امله مشهور شو او په افغانستان کې د دغې ډلې د واکمنۍ پر مهال د طالبانو له مالي ملاتړو څخه ګڼل کېده.

شریک یي کړئ!