برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنې اوربند

آریانانیوز: طالبانو د روژې د مبارکې میاشتې د ختمیدو او د وړوکي اختر د رارسیدو په مناسبت په هیواد کښې د دریو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ډلې کسان د اختر په دریو ورځو کښې د حکومت د سنګرونو خلاف د یرغلیزو عملیاتو اجازه نه لري
مجاهد ټینګار وکړ چې که د طالبانو په سنګرونو د حکومتي ځواکونو له خوا حمله وشي نو د دې ډلې کسان په خپلې دفاع کښې جنګیدې شي
د طالبانو ویاند هم داشان د دغې ډلې له کسانو غوښتې دي چې د اختر په دریو ورځو کښې د حکومت ترکنټرول لاندې سیمو ته له تګه ډډه وکړي
هغه هم داشان ټینګار کړی چې حکومتي ځواکونه هم د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته د ورتګ اجازه نه لري
حکومت د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو له خوا د اوربند اعلانیدو ته تراوسه په رسمي توګه هیڅ غبرګون نه دی ښودلې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي