برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د کورنیو چارو وزارت: د روژې په 12 ورځو کې د طالبانو لخوا 63 ملکي وګړي وژل شوي

آریانانیوز: د کورنیو چارو وزارت وايي چې د روژې په 12 ورځو کې 63 ملکي وګړي د وسله والو طالبانو لخوا په ټول هیواد کې وژل شوي دي...


د کورنیو چارو وزارت ویندوی طارق آرین وویل چې دغه ملکیان په ټول هیواد کې د طالب وسله والو په حملو کې وژل شوي دي.

ښاغلي آرین زیاته کړه چې دغه شمیر ملکي وګړي د ماین چاودنو او د طالبانو د نورو خوځښتونو په 62 قضیو کې وژل شوي دي.

هغه وویل چې د طالبانو په برید کې نور 180 ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې طالبانو د هیواد په بیلابیلو برخو کې خپل بریدونه ډیر کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي