برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کندهار پېښه کې لوړپوړی امريکايي جنرال ټپي شوی

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکي، چې د کندهار ولايت ماڼۍ کې د تېرې اونۍ په بريد کې د افغان چارواکو سربېره لوپوړی امريکايي جنرال هم ټپي شوی دی.
د واشنګټن پوسټ په وينا د امريکايي پوځ بريد جنرال جيفري سمايلي د کندهار ولايت په ماڼۍ کې د بريد پر مهال ټپي شوی او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
نيويارک ټايمز هم د نوم نه څرګندولو په شرط د باوري سرچينو په حواله ليکلي، چې په دغه پېښه کې يو امريکايي جنرال، يو ملکي او يو قرادادي امريکايي ټپيان شوي، خو د امريکا دفاع وزارت پنټاګون په دې اړه د رسنيو پوښتنو ته له ځواب ويلو ډډه کوي.
په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو مشر وياند ډګروال ډيويډ بولټر ويلي: «موږ د ټپي شوو امريکايي افسرانو په اړه خبرې نه کوو.»
په دغه بريد کې د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنيت ولايتي رئيس جنرال مومن، د جنوبي زون د پوليسو مشر جنرال نبي الهام وژل شوي او د کندهار والي جنرال زلمی ویسا او يو شمېر نور ټپيان وو.
واشنګټن پوسټ او نيويارک ټايمز ليکلي، چې افغانستان کې د ناټو او امريکايي پوځيانو مشر قومندان جنرال سکاټ ميلر په دغه پېښه کې په لږ څه کې بچ شوی دی.
طالبانو د دغه بريد مسؤوليت منلی او زياته کړې يې وه، د بريد موخه جنرال رازق او جنرال سکاټ ميلر و.
د طالبانو په بريد کې ټپي شوی جنرال جيفري سمايلي په امريکايي پوځ کې دېرش کاله دنده ترسره کړې، د کليفورنيا د ملي ګارډ غړی دی، په ۲۰۰۷ کال کې جنرالۍ ته رسېدلی او له تېر اوړي راهيسې په کندهار کې د امريکايي پوځيانو د مرکز، همدارنګه د افغان عسکرو د روزنې او مشورې مشر قومندان و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي