برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کندهار ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایله اعلان

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کندهار ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړې.


له دغه اعلان سره د اعلان شویو ولایتونو شمېر ۲۸ ته ورسېد.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې هڅه کوي څو د پنجشنبې تر ورځې د پاتې ۵ نورو ولایتونو وروستۍ پایلې هم اعلان کړي او دغه لړۍ پای ته ورسوي. •سید مقتدا میران
محمود خان نصرت
روح‌الله خان‌زاده
حاجی سید احمد خادم
ګل احمد کمین
سید احمد سېلاب
خلیل احمد مجاهد
محمد عارف نورزی
فریبا احمدی کاکړ
ملالۍ اسحاق‌زۍ
او پروین نامه
د کندهار د استازو په توګه ولسي جرګې ته لاره وموندله.
د ولسي جرګې انتخابات د تېر لمریز کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه په ۳۲ ولایتونو، خو د کندهار له یوې اوونۍ ځنډ وروسته ترسره شول.

شریک یي کړئ!