برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د کندهار له محبس څخه دیرش طالب نیدیان ازاد خوشی شول

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د حکومت او طالبانو ترمنځ د ټول افغاني خبرو لپاره دواړو خواو د بنديانو د ازادېدو لړۍ چټکه کړې ده .چی تازه له کندهار محبس ۳۰ طالب بنديان ازاد شوي دي
والي حيات الله حيات بنديانو ته وويل، چې تر خپل کور او کلي د سولې ستر پېغامونه ورسوئ
کندهار والي حیات الله حیات لومړي خپلو خبرو کي دخوشي سویو طالب بندیانو، د دوي کورنۍ غړو او دوستانو ته مبارکي ورکړه د خبرو پیل یط د هغه ایت کریمه او حدیت څخه وکړ، چي مومنان پکښي وروڼه بلل سوي او د مسلمانو ترمنځ پر سوله حکم سوی
ښاغلي حیات زیاته کړه ټول مسلمانان سره وروڼه دي او هغه وروڼه چي یو بل ته یې د میني او ورورګلوۍ پر ځای سنګر نیولی، نور باید د الهي ارشاداتو له مخي نور باید د سولي، مخامخ خبرو او مذاکراتو له لاري د لسیزو جګړه پای ته ورسوي
کندهار والي خوشې سویو بندیانو باندي ږغ وکړ، چي نور له جنګه لاس واخلي او خپلو سیمو، کورنیو او نورو ملګرو ته د سولي پیغام ورسوي، تر څو نور د جهاد په نوم افغان وژنه پای ته ورسیږي
کندهار والي بندیانو ته وویل، تاسو هم افغانان او مسلمانان یاست او موږ هم، او د حدیبې تړون ته په کتو نور باید زموږ او ستاسو ترمنځ هم د بین الافغاني خبرو له لاري سوله حاکمه سي او دایمي او حقیقي ثبات رامنځته کړو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي