برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کندهار دریو ولسوالیو کې ټاکنې نه کېږي

آریانانیوز: کندهار کې د ټاکنو ساحوي دفتر مسؤلین وايي راتلونکې شنبه به ټاکنې ترسره شي، خو دریو ولسوالیو کې به ونه شي.


کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې په کندهار ولایت مقام کې د ننه د طالبانو نفوذي برید شاته ټيل وهلې، چې پکې جنرال رازق او د املي امنیت رییس عبدالمومین حسین خیل ووژل شول.
د کندهار د ټاکنو کمیسیون مشر نعمت الله وردګ وايي د دې ولایت د سپین بولدک په ګڼو سیمو کې د امنیتي ستونزو له امله ټاکنې ناممکنې دي.
هغه زیاتوي په معروف او نېش ولسوالیو کې اصلاً نوم‌لیکنه نه ده شوې، ځکه خو يې هلته هیڅ مواد هم نه دي لېږلي.
کندهار په ولسي جرګه کې ۱۱ چوکۍ لري چې درې يې د مېرمنو دي.
د کندهار تر څنګ غزني هم بل هغه ولایت دی، چې د نورو ستونزو تر څنګ د طالبانو له لوري سقوط کولو يې ټاکنې وځنډولې.
د غزني په اړه وړاندې ټاکنو کمیسون ویلي و، چې څلور میاشتې وروسته به ټاکنې وشي، خو تازه څرګندونې يې نه دي کړې.
په ورته وخت کې د ټاکنو کمیسیون وايي د ولسي جرګې د دې ټاکنو پایلې به تر قانوني مودې وروسته شي او ښايي ډېرې وځنډېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي