برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کندهار حوزې اوسېدونکوته ۲۵۰ تحصلي بورسونه

آریانانیوز: په کندهار کي دهند جنرل قونسل مدن سينګ بهانداري دکندهاروالي حيات ا... حيات سره ليدنه کښې هغه ته دنوې دندې مبارکي وويله او له خپل اړخه يې دباور ډاډ ورکړ.


دغه راز د کندهاروالي هم په دغه کتنه کښې دهندوستان او افغانستان ترمنځ د ښو اړيکو يادونه وکړه او دهند مرستي يې دقدر وړ وبللې.

ښاغلي حيات دزراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ته په اشارې سره دچابهار بندر، تحصلي بورسونو، سپورټي لوبغالو او دغه راز نورو هغو مرستو قدرداني وکړل، چي هند دافغانستان سره کړي او لاهم دوام ورکوي.
د کندهاروالي دغه راز د يادو سکټورونو د لاتقويې او د طب او انجنيرۍ په برخه کي دځوانانو پر روزنه ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړل، چي دهند په مرسته کيدلی شي دسويلي حوزې ځوانان دغه تشه ډګه او مسلکي کادرونه ولرو.
ليدنه کي جنرل قونسل بهانداري هم ډاډ وړاندي کړ، چي هيواد يې ژمن دی ترڅو په بيلابيلو برخو کي د افغانستان سره مرسته وکړي او اوږه پر اوږه د دغه هيواد بنسټيز نهادونه تقويه کړي. هغه وويل، چي سږکال هند دسويلي حوزې له پاره دوه سوه پنځوس بورسونه ځانکړي کړي، چي مخکي دغه شمير يوازي تر پنځوسو پوري محدود ؤ.
نوموړي دغه راز دزراعتي علومو اوټکنالوژۍ ملي پوهنتون يادونه هم وکړل، چي اوس پکښي درېيمه دوره محصلين په تدريس بوخت دي او هيواد يې ژمن دی، څو دغه لوی پوهنتون لاتقويه او دنورو پوهنتونو سره وصل کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي