برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کرکټ نړیوال جام ته د افغانستان د کرکټ لوبډلي لار موندنه دي مبارک وي

او د ۲۰۱۹ د کرکټ د ۵۰ اووریزو لوبو نړیوال جام ته ئې لار پیدا کړه.

زه ددې بریا له امله لومړی د کرکټ ملي لوبډلي، ورپسې کرکټ بورډ او د افغانستان ټولو ملت ته مبارکي وایم او خپلو لوبغاړو ته په نړیوال جام کي د بریاوو غوښتنه کوم.

زموږ لوبغاړو نن هم په توپ اچونه، هم په ډګر ساتنه او هم توپ وهنه کي شهکاري ‌وکړه او تر یوې هر اړخیزي لوبي وروسته ئې په نړیوال جام کي ځان ته ځای پیدا کی.

د شپږو غوره په لوبو کي افغانستان د ایرلینډ او اماراتو ترڅنګ، د ویسټ انډیز قوي ټیم ته هم ماته ورکړه او په دې توګه ئې د نړۍ د غوره ټیمونو ترمنځ نورو بریاوو ته هم لاره هواره کړه.

زموږ د لوبغاړو او مدیره پلاوي هر اړخیزي هڅي او فعالیتونه د خورا قدر وړ دي او هیوادوال ئې په ټولو بریاوو او لاسته راوړنو ویاړي.

زه افغان کرکټ ملي لوبډلي ته په راتلونکو لوبو او نړیوال جام کي‌د بریاوو هیله کوم.

افغانستان زنداباد!

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي