برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, 16 می , 2020 لنډ لینک :

د کروناویروس ضد مبارزې لپاره بودجه

آریانانیوز: په هیوادکی د کروناویروس د مخنیوي په مبارزه د حکومت د بودجې ۳۸۰ میلیون ډالر او د بهرنیو مرستو نژدې ۳۰۰ میلیون ډالره لګیږي
د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وویل چې د ملي بودجې نه د ۲۹ میلیارد افغانیو (۳۸۰ میلیون ډالرو) د تخصیص تر څنګ نړیوال بانک له افغانستان سره د کروناویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د څه دپاسه ۱۰۰ میلیون ډالرو ژمنه کړې ده چې اوس یې ۲۰ میلیون ډالر د افغانستان حکومت ته ورکړل شوي دي
د ښاغلي مسجدي په وینا ددې سربیره د کروناویروس د مبارزې لپاره د آسیایي پرمختیایي بانک ۴۰ میلیونه، اروپایي ټولنې ۱۲۷ میلیونه او د امریکا متحده ایالاتو د ۳۵ میلیون ډالرو ژمنه کړې ده.
د مالیې وزارت ویاند وویل چې د امریکا د ۳۵ میلیون ډالرو د مرستې پرته چې د لګښت په اړه یې امریکا پریکړه کوي، نورې مرستې د افغانستان د دولت له لارې او ددې هیواد د دولت اولیتونو ته په پام سره لګول کیږي
ټاکل شوې وه چې د افغانستان حکومت د کروناویروس سره د مبارزې لپاره ۲۲۰ میلیون ډالر د پیسو د نړیوال صندوق څخه پور کړي، خو د ښاغلي مسجدي په وینا د افغانستان ملي شورا پریکړه وکړه چې دغه پور رد کړي
هغه وویل چې همدا اوس د افغانستان حکومت د ملي شورا سره د حل یوې لارې په موندلو ګډ کار کوي
د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان د برخې مسول عظیم صادقوف، امریکا غږ ته وویل چې افغانستان ته د ۲۲۰ میلیون ډالرو پور منظور شوی او د هغه په وینا د لګښت په اړه به یې هم جدي څارنه وشي
د کروناویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودجې لګښت که د حکومت له لورې وي او که غیر دولتي بنسټونو له لورې، د زیاتو پوښتنو سره مخامخ دی
د افغانستان د شفافیت د څار ټولنې څیړونکی ناصر تیموري امریکا غږ ته وویل چې د شفافیت لپاره باید د نړیوالې ټولنې قراردادونه او د مصرفولو اسناد د دولت له لورې د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې خپاره شي
هغه زیاته کړه: د دولت دننه جوړښتونه د داخلي پلټنو، د تفتیش د عالي ادارې، پارلمان او ولایتي شوراګانو په ګډون ټول کمزوري دي او په ځینو مواردو کې د څار دغه جوړښتونه چې باید د فساد مخه ونیسي، په فساد ککړ دي
له دې دمخه په هیواد کې د کروناویروس پر وړاندې د مبارزې د بودجې په لګولو کې د فساد په اړه رپوټونه خپاره شوي وو چې په نتیجه کې یې د عامه روغتیا وزارت اعلان وکړ هر هغه څوک چې پدې برخه کې فساد وکړي عدلي او قضایي ارګانونو ته به معرفي شي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه