برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کابل دګډ حکومت غوسه

آریانانیوز: وروسته له هغه چې د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ او د یاد هیواد د چارواکو له لوري یې تود هرکلی وشو؛ ګډ حکومت دې ګام سخت په غوسه کړی.



د «يک تلویزون» د راپور په اساس، افغان حکومت د ازبکستان له لوري د طالبانو رسمي استقبال غوسه کړی او په یاد هیواد یې غږ کړی، چې د افغانستان د خلګو او حکومت خپلواکۍ ته دې پام وکړي
ګډ حکومت داسې مهال د ازبکستان له لوري د طالبانو رسمي ښه راغلاست اندېښمن کړی، چې څو ورځې وړاندې د «ملا برادر اخند» په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ، هلته یې ددې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون له ګڼ شمېر چارواکو سره ولېدل او د سمرقند د والي له لوري یې په ترتیب شوې میلمستیا کې ګډون وکړ
ازبک چارواکو له طالبانو سره د افغانستان د هر اړخېزې سولې، ثبات او امنیت په تړاو خبرې وکړې او د طالبانو له لوري ډاډ ورکړل شو چې د یاد هیواد له لوري په افغانستان کې د پلې کېدونکو پروژو په برخه کې به همکاري کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي