برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ښوونځي د سوځولو ادعاوې بې اساسه وبللې

آریانانیوز: دیورايورپه اساس وروسته له هغه، چې د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت طالبان په تخار ولایت کې د نجونو د یوه ښوونځي په سوځولو تورن کړل، طالبانو یې په غبرګون کې دا ډول ادعاوې بې اساسه او په کندز کې د یوه ښوونځي او کلینک له بمبار څخه د خلګو د پام اړولو لپاره بللې
د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د حکومت ددې ادعا د رد تر څنګ یاده شوې، چې د ښوونځي د سوځېدو سیمه د حکومت تر ولکې لاندې ده
خبرپاڼه وړاندې لیکي دښمن غواړي په داسې آوازو سره په کندز کې له بمبارشوي ښوونځي او کلینیک څخه توجه بلې خوا واوړي
یاده دې وي، چې حکومت په بیا، بیا په طالبانو باندې د ښوونځیو او علمي مراکزو د دښمنۍ تورونه لګوي؛ خو طالبانو مسلسل دا ډول تورونه رد کړي او د ښوونځیو او مدرسو ساتنه یې خپله دنده بللې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي