برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۷ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د ژغورنې نړیواله کمېټه: نړۍ باید د افغانستان وضعیت هېر نه کړي

آریانانیوز: د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، د تېر کال په پرتله په افغانستان کې بشري اړتیاوې درې برابره شوې دي.


د ژغورنې نړیوالې کمېټې پر نړۍ غږ کړی چې د اوکراین کړکېچ ته د توجه اوښتو زیاتېدو سره، د افغانستان وضعیت باید له پامه ونه غورځوي.

دې ادارې په یوه بیان کې د مارچ په وروستیو کې د جرمني او بریتانیا په کوربه توب یوې غونډې ته په اشارې سره ویلي دي، چې کمیټې د دوامداره پاملرنې، د بشري مرستو د زیاتوالي اوپه افغانستان کې د اقتصادي بحران د کمولو لپاره په پالیسیو کې د بدلون غوښتنه کوي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې سیاسي مرستیال آمندا کاتانزانو وویل: موږ د ملګرو ملتونو سازمانونو او مرستندویه موسسو ته چې په هیواد کې فعالیت کوي د افغانستان د بیارغونې له وجهي صندوق څخه د یو ملیارد ډالرو مرستې هرکلی کوو.

د کمیټې چارواکو ټینګار وکړ چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې د تیر کال په پرتله درې چنده زیاتې شوي او افغانان اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بې وزلي او بېکاري ډیره شوې ده. نړیوالو سازمانونو په وار وار په افغانستان کې د بشري ناورین له خطر څخه خبرداری ورکړی دی.

شریک یي کړئ!