برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله پر اختلافونو اندېښنه ښودل

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ويلي؛ په افغانستان کې سیاسي کړکېچ د جګړې د دوام سبب شوی، چې له همدې کبله باید افغان سیاسي مشران خپل اختلافونه پای ته ورسوي او پر ټولګډونه حکومت دې هوکړه وکړي
روسیې دا راز د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو په تړاو خبرو کې هوکړې ته د نه رسیدو هم اندېښنه ښودلې او وایي؛ دا کار د دې سبب شوی، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې وځنډیږي
دا په داسې حال کې ده، چې د مشرانو جرګې اداري پلاو له دواړو لوریو سره خبرې کړي او څرګندوي؛ اشرف غني حاضر ندی، چې عبدالله عبدالله ته اجرائیوي پوست ورکړ شي او عبدالله عبدالله هم ټاکنې د درغلیو زېږنده بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي