برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ډاکټرانوڅخه په وسلو اوګواښ پیسی اخیستونکی کسان ونیول شول

آریانانیوز: د ننګرهار والی شاه محمود میاخیل پرون ناوخته په یوه خبری ناسته کې وویل دملی امنیت اداری کارکوونکو هغه دری تنه نیولی چې ډاکترانو ته به یی ګواښونه کول او له هغوۍ به ئې پیسی تر لاسه کولی .



ننګرهار والی وویل زړور ،نقیب ا… او نور ا… چې دداعش له پلوه به ئې ډاکترانو ته ټیلیفونونه کول او له هغوې به یی پیسی تر لاسه کولې . دده پر وینا په دغو نیول شوو درو تنو کی یو تن له یو ډاکتر څخه دیو ملیون اخیستل شویو پاکستانیو روپیو سره یو ځای نیول شوی دی .ننګرهار والی په دې خبری ناسته کې د امنیتی ځواک له لورې د پنځلسو داعشی د نیول کیدو خبر هم ورکړ. نیول شوی کسان چې ددې خبری ناستی پر مهال رسنیو ته وښودل شول په خپلو جرمونو یی اعتراف هم کړی دی . .بل پلو د ننګرهار د والی ویاند عطا ا….خوګیانی وایی امنیتی ځواکونو د دی ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې ۲۳ قومی مخور او سپین ږیری چې داعش وسله والو برمته کړی و، د هغوې له منګولو خوشی کړل . نوموړی وویل ددغو کسانو د خوشی کولو پرمهال داعش وسله والو له امنیتی ځواک سره نښته کړې چې پکې دده پر وینا دری داعشی ترهه ګر او یو عام کس ټپیان شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي