برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د څښلو اوبو رسونې او مدیریت لپاره پانګونه

آریانانیوز: د مالیې وزارت وایي، د نړیوال بانک په مالي مرسته به د افغانستان په لویو ښارونو کې د څښلو پاکې اوبه برابرې شي او همدارنګه د روانو اوبو د استفادې لپاره به زمینه برابره شي
د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وویل، د اوبو په برخه کې د نړیوال بانک د پانګونې له مخې به په پلازمینه کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د څښاک اوبو د کموالي ستونزه هواره شي
د مرکز کابل د اوبو رسونې ریاست شمېرنې ښایي چې، ۷۰سلنه کابل ښاریان د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري
ټاکل شوې بانک جهاني د نویو ژمنو په اساس د مرکز په شمول په ځینو ولایتونو کې د څښاک پاکې اوبو په برخه کې ستونزې هوارې شي او همدارنګه د هېواد د اوبو د ضایع کېدلو مخنیوی به وشي
د پلازمینې کابل د آب رسوني ریاست مشر سردار ولي ملکزي وویل، چې اوس یوازې ۲۸ سلنه کابل ښاریان د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسي لري او هیله څرګندوي چې د صیاد، پنجشیر او شاتوت بند اوبو په لېږد سره به د څښلو اوبو ته لاس رسی زیات شي
اوس مهال په کابل کې د بانک جهاني د اوبو رسونې «لوګر ۲» پروژې کار روان دی چې تر اوسه یې ۵۵ سلنه کار بشپړ شوی دی
ددې پروژې له بشپړیدو سره به په پلازمینه کابل کې د وزیر اکبرخان، شهرنو، قلعه فتح الله، او تهیه مسکن بلاکونو، تایمني او وزیرباد سیمو کې شاوخوا ۱۲ زره ښاریانو څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړي.

شریک یي کړئ!