برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د څلورودیرشو حکومتی زندانیانو خوشی کول

آریانانیوز: دیورپورټ له مخی د طالبانو او دولتي بندیانو د خلاصون د لړۍ په دوام، طالبانو د بدخشان ولایت په څلورو ولسوالیو کې څلور دېرش دولتي بندیان خلاص کړي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي «نن هم د بندیانو د خلاصون په لړۍکې، په بدخشان کې د اسلامي امارت له محابسو څخه د کابل ادارې ۳۴ تنه عسکر او پولیس خوشې شوي او د کومک ورکولو وروسته خپلو کورنیوته استول شوي دي
په ورته وخت کې د بندیانو چارو کمېسیون یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې د یادو بندیانو له ډلې څلورویشت تنه په وردوج ولسوالۍ کې، پنځه تنه په نسي ولسوالۍ کې، او درې نور په ارګنج خواه ولسوالۍ کې له بنده خلاص شوي
د سرچینو له قوله، خلاصو شویو کسانو ته نوې جامې او د لارې خرڅ ورکړل شوی او کورونو ته لېږل شوي
دغه بندیان داسې مهال خلاصېږي، چې دوې ورځې وړاندې له بګرام زندان څخه پنځوس طالب بندیان خلاص شوي
د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې مطابق حکومت باید پنځه زره طالب زندانیان خلاص کړي
په توافقنامه کې د یادو شویو طالب زندانیانو له ډلې يې تر دې دمه څه کم درې زره سوه پنځه سوه تنه خلاص شوي او د پاتې نورو د خلاصون لړۍ په پڅ ډول په مخ روانه ده
طالبانو ویلي، که ددوی پنځه زره بندیان خلاص شي، دوی تیار دي له افغان جهتونو سره خبرو ته کېني، او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي