برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ بهمن , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د پوهنې وزارت د دیني زده کړو لپاره پاکستان ته د افغان تنکي ځوانانو لیږلو سره مخالفت

آریانانیوز: د پوهنې وزارت وايي چې د هیواد تنکي ځوانان به د دیني زده کړو په پلمه د پاکستان ښوونځیو ته له تګ څخه منع شي...


نجیبه آرین؛ د پوهنې وزارت یوه ویاند وویل چې دغه وزارت په پام کې لري چې د دیني زده کړو په پلمه پاکستان ته د تنکي ځوانانو لیږلو مخه ونیسي.

د پوهنې وزارت ویاند زیاته کړه چې دغه وزارت ژمن دی چې د هیواد ځوانانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي ترڅو دوی وکولی شي په هیواد کې د دیني او عمومي علومو په برخه کې زده کړې وکړي.

دا پداسي حال کې دی چې ځینو چارواکو پاکستاني ښوونځیو ته د تنکي ځوانانو لیږلو او په هغو ښوونځیو او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د افراطیت ښوونې په اړه خبرداری ورکړی و.

امرالله صالح؛ د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي وو چې افراطیت روزنه په پاکستان او د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې اخیستل کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array